وَٱلۡخَيۡلَ وَٱلۡبِغَالَ وَٱلۡحَمِيرَ لِتَرۡكَبُوهَا وَزِينَةٗۚ وَيَخۡلُقُ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ٨
16-8 او اسونه او قچر او خره (يې پیدا كړي دي،) د دې لپاره چې تاسو په دغو باندې سواره شئ او د زینت لپاره او پیدا كوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ
تفسیر
او الله تعالی پیدا کړي ستاسې لپاره آسونه او قچرې او خره د دې لپاره چې په دوی باندې سپاره شئ، او خپل بارونه پرې پورته کړئ، او د دې لپاره چې ستاسو لپاره ښایست شي چې تاسې پرې د خلکو په منځ کې ځانونه ښایسته کوئ، او پیداکوي الله تعالی هغه چې تاسو يې نه پیژنئ د هغه څه نه چې هغه يې د پیدایښت اراده ولري.