سورت النحل، آیت 7

16:7

وَتَحۡمِلُ أَثۡقَالَكُمۡ إِلَىٰ بَلَدٖ لَّمۡ تَكُونُواْ بَٰلِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ ٱلۡأَنفُسِۚ إِنَّ رَبَّكُمۡ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ ٧

16-7 او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى

تفسیر

او پورته کوي دا څاروي چې مونږ تاسو لره پیداکړي درانه بارونه ستاسې په سفرونو کې داسې ښارونو ته چې نه یاستئ تاسې رسیدونکي دغو ښارونو ته مګر په ډیر لوی مشقت د نفسونو سره، بیشکه رب ستاسې -ای خلکو- خامخا زیات شفقت والا دی، مهربانه دی په تاسې داسې چې تاسو لره يې دا څاروي مسخر کړي.