سورت النحل، آیت 9

16:9

وَعَلَى ٱللَّهِ قَصۡدُ ٱلسَّبِيلِ وَمِنۡهَا جَآئِرٞۚ وَلَوۡ شَآءَ لَهَدَىٰكُمۡ أَجۡمَعِينَ ٩

16-9 او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو (نورو لارو) كې كږې دي او كه هغه غوښتلى(،نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و

تفسیر

او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی.