وَيَجۡعَلُونَ لِلَّهِ ٱلۡبَنَٰتِ سُبۡحَٰنَهُۥ وَلَهُم مَّا يَشۡتَهُونَ ٥٧
16-57 او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، (حال دا چې) هغه (له دې نه) پاك دى، او د دوى لپاره (بيا) هغه (زامن) دي چې دوى يې خوښوي
تفسیر
او نسبت کوي دا مشرکین الله تعالی ته د لورګانو، او دوی دا عقیده لري چې دا ملاېکې دي، نو هغه ته د اولاد نسبت کوي، او داسې څه ورله اختیاروي چې د خپلو ځانونو لپاره يې نه خوښوي، پاک دی الله تعالی د هغه څه نه چې دوی ئې ورله مقرروي د دې بچو نه، او د ځان لپاره هغه څه مقرروي چې د دوی نفسونه يې غواړي د نارینو بچو نه، نو کومه یوه ګناه ډیر لویه ده د دې څخه؟!.