سورت النحل، آیت 5

16:5

وَٱلۡأَنۡعَٰمَ خَلَقَهَاۖ لَكُمۡ فِيهَا دِفۡءٞ وَمَنَٰفِعُ وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ ٥

16-5 او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ

تفسیر

او چارپایان د اوښانو او غواګانو او ګډو څخه الله تعالی ستاسو د فایدو لپاره پیداکړي -ای خلکو- او د دې د فایدو څخه ګرموالی دی د هغې په وړیو او وژغنو، او نورې فایدې دي د دې په شیدو او څرمنو او شاګانو کې، او د دې څخه تاسو خوراک هم کوئ.