سورت النحل، آیت 4

16:4

خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِن نُّطۡفَةٖ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٞ مُّبِينٞ ٤

16-4 هغهٔ، انسان له نطفې نه پیدا كړى دى، بيا نو ناڅاپه دغه (انسان) ښه ښكاره سخت جګړه كوونكى دى

تفسیر

الله تعالی انسان له سپکې نطفې (څاڅکي د منیو) څخه پیداکړی، نو بیا يې زیات (لوی) کړی پیدایښت د دې وروسته د پیدایښت نه، نو پس ناڅاپه دا سخت جګړه کوونکی دی په باطل سره د دې لپاره چې حق پرې پټ کړي، ښکاره کوونکی دی خپلې جګړې لره.