بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلزُّبُرِۗ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلذِّكۡرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيۡهِمۡ وَلَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ ٤٤
16-44 په څرګندو معجزو او كتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي
تفسیر
مونږ لیږلي وو دا پیغمبران د انسانانو څخه په ښکاره دلیلونو سره، او په رالیږل شویو کتابونو، او مونږ تا ته رالیږلی -ای پیغمبره- قران کریم د دې لپاره چې بیان کړي خلکو ته هغه چې د دې څخه وضاحت ته احتیاج لري، او د دې لپاره چې دوی خپل عقلونه په کار واچوي، نو د هغه د مضمون څخه به پند واخلي.