أَفَأَمِنَ ٱلَّذِينَ مَكَرُواْ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَخۡسِفَ ٱللَّهُ بِهِمُ ٱلۡأَرۡضَ أَوۡ يَأۡتِيَهُمُ ٱلۡعَذَابُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَشۡعُرُونَ ٤٥
16-45 ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي
تفسیر
آیا په امن کې دي هغه کسان چې چلونه ئې جوړول د دې لپاره چې د الله تعالی د لارې نه خلک بند کړي د دې نه چې ښکته به بوځي الله تعالی دوی لره په ځمکه کې لکه څرنګه چې ئې په قارون ښکته کړې وه، او یا به ورته د داسې طرف نه عذاب راشي چې دوی يې د راتګ هیڅ فکر نه کاوه.