يُنَزِّلُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ بِٱلرُّوحِ مِنۡ أَمۡرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦٓ أَنۡ أَنذِرُوٓاْ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱتَّقُونِ ٢
16-2 هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه حقيقت دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ
تفسیر
رالیږي الله تعالی ملاېکې په وحې سره د خپلې فیصلې مطابق په هغه چا چې ويې غواړي د خپلو رسولانو څخه: دا چې وویروئ -ای پیغمبرانو- خلک د الله تعالی سره د شرک کولو نه، نو نشته په حق سره لایق د بندګۍ مګر زه یم، نو زما څخه وویریږئ -ای خلکو- په عملي کولو د حکمونو زما او په ځان ساتلو زما له نواهیو څخه.