سورت النحل، آیت 1

16:1

أَتَىٰٓ أَمۡرُ ٱللَّهِ فَلَا تَسۡتَعۡجِلُوهُۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ١

16-1 د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي

تفسیر

راغی ستاسو هغه عذاب -ای کافرانو- چې الله تعالی پرې حکم کړی و نو تاسو يې په تلوار سره مه غواړئ مخکې د هغه د راتګ د وخت نه، پاک دی الله تعالی او اوچت دی د هغو شریکانو نه چې دا مشرکین يې ورسره جوړوي.