سورت النحل، آیت 121

16:121

شَاكِرٗا لِّأَنۡعُمِهِۚ ٱجۡتَبَىٰهُ وَهَدَىٰهُ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ١٢١

16-121 د هغهٔ د نعمتونو شكر كوونكى و، الله هغه غوره كړى و او هغه ته يې د نېغې لارې هدایت كړى و

تفسیر

او هغه شکر کوونکی و د الله تعالی د هغو نعمتونو چې په هغه یې کړي وو، الله تعالی پیغمبرۍ لره غوره کړی و، او د اسلام برابرې لارې ته یې رسولی و.