وَلَا تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلۡسِنَتُكُمُ ٱلۡكَذِبَ هَٰذَا حَلَٰلٞ وَهَٰذَا حَرَامٞ لِّتَفۡتَرُواْ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَ لَا يُفۡلِحُونَ ١١٦
16-116 او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي
تفسیر
او تاسې مه وایئ -ای مشرکینو- د هغې وجې نه چې بیانوي یې ژبې ستاسې د دروغو نه په الله تعالی باندې: چې دا شی حلال دی، او دا شي حرام دی؛ په دې هدف چې تاسې جوړوئ په الله تعالی باندې دروغ په حراموالي د هغه څه چې هغه نه وي حرام کړي، او یا په حلالوالي د هغه څه چې هغه نه وي حلال کړي، یقینا هغه کسان چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ هیڅکله نشي کامیابیدلی په خپل مقصد باندې، او نشي بچ کیدلی د هغه څه نه چې دوی ترې ویریږي.