سورت القصص، آیت 28

28:28

قَالَ ذَٰلِكَ بَيۡنِي وَبَيۡنَكَۖ أَيَّمَا ٱلۡأَجَلَيۡنِ قَضَيۡتُ فَلَا عُدۡوَٰنَ عَلَيَّۖ وَٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٞ ٢٨

28-28 ويې ويل:دا دى (عهد مقرر) زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې، په دغو دواړو نېټو كې چې كومه ما پوره كړه، نو په ما به (نور) هېڅ زیاتى نه وي، او څه چې مونږ وایو، الله پرې ګواه دى

تفسیر

موسی عليه السلام وويل: دا هغه څه دي چې زما او ستا ترمنځ پرې تړون وشو، پر هره يوه موده مې چې عمل درته وکړ: که په آته کلونو او که په لسو کلونو؛ نو ما به پر خپله ژمنه وفا کړې وي، له ما څخه به د زيادت غوښتنه نه کوې، الله د هغه څه ساتونکی دی چې تړون مو پرې کړی او د هغه څارونکی دی.