سورت القصص، آیت 20

28:20

وَجَآءَ رَجُلٞ مِّنۡ أَقۡصَا ٱلۡمَدِينَةِ يَسۡعَىٰ قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ ٱلۡمَلَأَ يَأۡتَمِرُونَ بِكَ لِيَقۡتُلُوكَ فَٱخۡرُجۡ إِنِّي لَكَ مِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ ٢٠

28-20 او د ښار تر ټولو لرې غاړې نه یو سړى راغى چې منډې يې راوهلې، ويې ويل:اى موسٰى بېشكه چې مشران ستا په باره كې مشورې كوي، د دې لپاره چې تا قتل كړي، نو ته وځه! بېشكه زه ستا له خیر غوښتونكو ځنې یم

تفسیر

کله چې خبر خپور شو، د ښار له لرې سيمې يو سړی تېز په منډه راغی پر موسی له نيولو وېرېدلو ويې ويل: ای موسی! پرته له شکه د فرعون د قوم سرداران ستا د وژلو مشوره کوي؛ نو له ښاره ووځه، پرته له شکه زه ستا لپاره د خېر غوښتونکو څخه يم، پرتا وېرېږم چې هغوی به دې ونيسي او وبه دې وژني.