سورت القصص، آیت 19

28:19

فَلَمَّآ أَنۡ أَرَادَ أَن يَبۡطِشَ بِٱلَّذِي هُوَ عَدُوّٞ لَّهُمَا قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ أَتُرِيدُ أَن تَقۡتُلَنِي كَمَا قَتَلۡتَ نَفۡسَۢا بِٱلۡأَمۡسِۖ إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلۡمُصۡلِحِينَ ١٩

28-19 نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې

تفسیر

کله چې موسی عليه السلام وغوښتل چې هغه قبطي راونيسي چې د هغه او د اسرائيلي دښمن و، اسرائيلي دا ګومان وکړ، چې موسی د ده نيول غواړي ځکه چې ترې اورېدلي يې و (چې ويل يې ته خو څرګند بې لارې يې)؛ نو موسی ته يې وويل: آيا غواړې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون يو تن ووژلو، ته يوازې غواړې په زمکه زورواکی شې چې خلک وژنې او ظلم پرې کوې، ته نه غواړې چې د شخړه کوونکو ترمنځ له روغې کوونکو څخه شې.