فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡۘ يَوۡمَ يَدۡعُ ٱلدَّاعِ إِلَىٰ شَيۡءٖ نُّكُرٍ ٦
54-6 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي
تفسیر
ای رسوله! کله چې هغوی په سمه لار نه ځي، نو د هغې ورځې د انتظار کوونکي په توګه يې پرې ږده او مخ ترې واړوه په کومه ورځ چې په شپېلۍ کې پوکی کوونکې پرېښته د داسې وېروونکي امر خواته را بلل کيږي چې مخلوقاتو له دې مخکې د هغه غوندې څه نه وي پېژندلي.