خُشَّعًا أَبۡصَٰرُهُمۡ يَخۡرُجُونَ مِنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ كَأَنَّهُمۡ جَرَادٞ مُّنتَشِرٞ ٧
54-7 په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي
تفسیر
سترګې به يې ټيټې وي په داسې حال کې چې له قبرونو به راوزي ګواکې د حساب ځای لوري ته په هڅه کې يې خواره ملخان دي.