سورت القمر، آیت 53

54:53

وَكُلُّ صَغِيرٖ وَكَبِيرٖ مُّسۡتَطَرٌ ٥٣

54-53 او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى

تفسیر

او له کړنو او ويناوو هره وړه، او له هغو هره لويه د کړنو په پاڼو او لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، ژر پرې بدله ورکړل شي.