سورت القمر، آیت 25

54:25

أَءُلۡقِيَ ٱلذِّكۡرُ عَلَيۡهِ مِنۢ بَيۡنِنَا بَلۡ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٞ ٢٥

54-25 ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى

تفسیر

آيا پر هغه وحي نازله شوې او حال دا چې هغه يو دی، او له موږ ټولو يې هغه ځانګړی کړ؟! نه داسې نه ده، بلکې هغه ډېردرواغجن کبرجن دی.