فَقَالُوٓاْ أَبَشَرٗا مِّنَّا وَٰحِدٗا نَّتَّبِعُهُۥٓ إِنَّآ إِذٗا لَّفِي ضَلَٰلٖ وَسُعُرٍ ٢٤
54-24 پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو
تفسیر
نو هغوی د نټه کوونکو په توګه وويل: آيا زموږ له جنسه د يو بشر پيروي وکړو؟! بېشکه که موږ په دغه حالت کې د هغه پيروي وکړه موږ به له سمې لارې لېرې او له هغه څخه په کوږوالي او سختۍ کې وو.