وَإِن يَرَوۡاْ ءَايَةٗ يُعۡرِضُواْ وَيَقُولُواْ سِحۡرٞ مُّسۡتَمِرّٞ ٢
54-2 او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى
تفسیر
او که مشرکان د هغه صلی الله عليه وسلم پر رېښتينولي کوم دليل او برهان وويني له منلو يې مخ اړوي، او وايي: موږ چې له حجتونو او برهانونو څه ليدلي هغه باطلې کوډې دي.