سورت القمر، آیت 1

54:1

ٱقۡتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلۡقَمَرُ ١

54-1 قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله

تفسیر

د قيامت راتګ را نېږدې شو او د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې سپوږمۍ وچاوده، چې چاودل يې د هغه صلی الله عليه وسلم له حسي نښانو څخه وه.