وَٱلَّذِينَ يُظَٰهِرُونَ مِن نِّسَآئِهِمۡ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُواْ فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مِّن قَبۡلِ أَن يَتَمَآسَّاۚ ذَٰلِكُمۡ تُوعَظُونَ بِهِۦۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٞ ٣
58-3 او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
تفسیر
او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لازم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې د مرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو د راګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.