سورت المائدة، آیت 96

5:96

أُحِلَّ لَكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَحۡرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِلسَّيَّارَةِۖ وَحُرِّمَ عَلَيۡكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَرِّ مَا دُمۡتُمۡ حُرُمٗاۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ ٩٦

5-96 ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ

تفسیر

حلال کړی الله تعالی تاسو لره ښکار د اوبو د حیواناتو، او هغه چې راويې غورځوي تاسو ته بحر ژوندی یا مړ فایده ده لپاره د هغه چا چې مقیم وي ستاسو نه یا مسافر وي چې د دې نه توخه واخلي، او حرام کړی یې دی په تاسو باندې ښکار د وچې ترڅو چې تاسو د احرام په حالت کې یاست د حج یا عمرې د ادا کولو لپاره، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه، نو الله تعالی هغه ذات دی چې یواځې هغه ته تاسو واپس کیدلی شئ د قیامت په ورځ، نو تاسې لره به بدله درکړي ستاسو په عملونو.