يُرِيدُونَ أَن يَخۡرُجُواْ مِنَ ٱلنَّارِ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنۡهَاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّقِيمٞ ٣٧
5-37 دوى به غواړي چې له اور نه ووځي، حال دا چې دوى له هغه نه وتونكي نه دي او د دوى لپاره دايمي (همېشنى) عذاب دى
تفسیر
دوی له اور څخه وتل غواړي کله چې ورته ورننوځي، خو لیکن داسې چیرته کیدلی شي؟! نو پس دوی هیڅکله هم د دې نه نشې وتلی، او دوی لره به په دې کې همیشني عذاب وي.