إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ أَنَّ لَهُم مَّا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا وَمِثۡلَهُۥ مَعَهُۥ لِيَفۡتَدُواْ بِهِۦ مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنۡهُمۡۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ٣٦
5-36 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د ده هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (،نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، که چېرې د هغوی هر يوه ته فرض کړو چې د ځمکې د ټولو شيانو او هغو ته ورته په اندازه شيان وي او هغوی يې د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه د خلاصون په موخه وړاندې کړي؛ نو دغه فديه به ترې ونه منل شي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي.