سورت المائدة، آیت 30

5:30

فَطَوَّعَتۡ لَهُۥ نَفۡسُهُۥ قَتۡلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُۥ فَأَصۡبَحَ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٣٠

5-30 نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه

تفسیر

نو ښایسته کړو قابیل ته خپل نفس چې امر کوونکی و په بدۍ سره وژل د ورور خپل هابیل په ظلم سره نو مړ یې کړ، نو شو دا ددې په وجه د هغو خلکو څخه چې د خپل ځان نصیب یې پخپله کم کړی په دنیا او اخرت کې.