قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَآ أَبَدٗا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَٱذۡهَبۡ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَٰتِلَآ إِنَّا هَٰهُنَا قَٰعِدُونَ ٢٤
5-24 هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هېڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب لاړ شئ، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ به همدلته ناست یو
تفسیر
وویل یو قوم د موسی –علیه السلام- له بنی اسرائیلو څخه په داسې حال کې چې کلک ولاړ وو په خلاف د حکم د خپل پیغمبر موسی –علیه السلام-: بیشکه مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ښار ته تر څو چې پدې کې دا زورور خلک موجود وي، نو -ای موسی-! لاړ شه ته او ستا رب نو تاسو دواړه جنګ وکړئ د دې زورورو خلکو سره، هر چې مونږ یو نو مونږ به په دې خپل ځای کې پاتي یو وروسته پاتي کیدوونکې د جنګ نه ستاسو سره.