سورت المائدة، آیت 21

5:21

يَٰقَوۡمِ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡأَرۡضَ ٱلۡمُقَدَّسَةَ ٱلَّتِي كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡ وَلَا تَرۡتَدُّواْ عَلَىٰٓ أَدۡبَارِكُمۡ فَتَنقَلِبُواْ خَٰسِرِينَ ٢١

5-21 اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ

تفسیر

وویل موسی –علیه السلام- ای زما قومه! تاسو ننوځئ پاکې ځمکې ته: (بیت المقدس او د هغې چارچاپیره) هغه چې الله تعالی یې تاسو سره وعده کړې د ننوتلو او په جنګ کولو د هغه چا سره چې په دې کې دي له کافرانو څخه، او ماتې مه خورئ د زورورو ظالمانو په وړاندې،(که داسې وشول) نو شي به انجام ستاسو تاوان په دنیا او اخرت کې.