سورت المائدة، آیت 22

5:22

قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ فِيهَا قَوۡمٗا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَا حَتَّىٰ يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِن يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِنَّا دَٰخِلُونَ ٢٢

5-22 دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو تر هغه پورې چې دوى له هغې نه ووځي، نو كه دوى له هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو

تفسیر

وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند د طاقت دی او خاوند د سختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي د ننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت د دوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی د دې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې د ننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته.