قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلۡ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدٗا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةٗ مِّنكَۖ وَٱرۡزُقۡنَا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ١١٤
5-114 د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته پر مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې
تفسیر
نو عیسی يې غوښتنه ومنله او له الله يې په داسې ويلو وغوښتل: اې زموږ پالونکيه! پر موږ د خوړو دسترخوان راکوز کړه، مونږ به ستا د شکر په پار د خپلو نننيو ژونديو او له موږ وروسته راتلونکو لپاره د را کوزېدو ورځ اختر وګرځوو او ستا پر يووالي او د لېږل شوي پر رېښتينولۍ نښانه او دليل وي او داسې روزي راکړې چې ستا پر عبادت مو مرسته وکړي او ته اې زموږ پالونکيه غوره روزي ورکوونکی يې.