سورت المائدة، آیت 115

5:115

قَالَ ٱللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيۡكُمۡۖ فَمَن يَكۡفُرۡ بَعۡدُ مِنكُمۡ فَإِنِّيٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابٗا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدٗا مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١١٥

5-115 الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه نازلوونكى یم، بيا چې تاسو كې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه به هغه ته عذاب وركوم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته به هم هغه شان عذاب نه وركوم

تفسیر

نو الله تعالی د عیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو د هغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته د نازلیدو د دې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو د ده کفر د عناد او ضد له امله دی، او الله تعالی د دوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ.