سورت المائدة، آیت 106

5:106

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ شَهَٰدَةُ بَيۡنِكُمۡ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلۡمَوۡتُ حِينَ ٱلۡوَصِيَّةِ ٱثۡنَانِ ذَوَا عَدۡلٖ مِّنكُمۡ أَوۡ ءَاخَرَانِ مِنۡ غَيۡرِكُمۡ إِنۡ أَنتُمۡ ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَأَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةُ ٱلۡمَوۡتِۚ تَحۡبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعۡدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقۡسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ لَا نَشۡتَرِي بِهِۦ ثَمَنٗا وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰ وَلَا نَكۡتُمُ شَهَٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡأٓثِمِينَ ١٠٦

5-106 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانو ګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به پر الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو

تفسیر

ای د ایمان والاو! کله چې نزدې شي مرګ د یو کس ستاسو نه په ښکاره کیدلو د نښو د مرګ، نو ګواه دې کړي په خپل وصیت باندې دوه انصاف داره کسان د مسلمانانو نه او یا دوه کسان د کافرانو نه د ضرورت په وخت کې کله چې د دې دواړو نه پغیر نور څوک مسلمانان نه وي، که چیرته تاسو سفر کوئ او تاسو ته مرګ راشي، او که چیرته د دوی په ګواهۍ کې شک راپیداشو نو ودروئ دواړو لره وروسته د یو لمانځه نه، نو قسم به وکړي په الله تعالی باندې: چې نه خرڅوي دوی خپله برخه د الله تعالی له طرفه په څه عوض باندې، او خاطر نه کوي په دې سره د خپلوان، او نه پټوي ګواهي د الله تعالی چې د دوی سره ده، او که چیرته دې دواړو دا کار وکړ نو دا دواړه به د ګناهګارانو او د الله تعالی د نافرمانانو څخه وي.