سورت الكهف، آیت 77

18:77

فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَيَآ أَهۡلَ قَرۡيَةٍ ٱسۡتَطۡعَمَآ أَهۡلَهَا فَأَبَوۡاْ أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارٗا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُۥۖ قَالَ لَوۡ شِئۡتَ لَتَّخَذۡتَ عَلَيۡهِ أَجۡرٗا ٧٧

18-77 بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (،نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغو، دوى دواړو ته د مېلمستیا له وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو)خامخا پر دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى

تفسیر

نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل د یو کلي والا ته نو د هغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی و او نږدې و چې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل د بدلې د دې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ د اړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ د میلمستیا کولو نه انکار وکړو.