سورت الكهف، آیت 36

18:36

وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةٗ وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَىٰ رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهَا مُنقَلَبٗا ٣٦

18-36 او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم

تفسیر

او زه ګمان نه کوم چې ګویا کې قیامت دی قایمیدونکی وي، بیشکه دا خو یوه روانه زندګي ده، او بالفرض که واقع هم شي نو کله چې زه بیرته راژوندی کړی شم او خپل رب ته وګرځول شم خامخا زه به بیاموم وروسته د بیرته راژوندي کولو نه هغه ته غوره زما د دې باغ نه، نو دا چې زه په دنیا کې مالدار یم دا تقاضا کوي چې زه دې بیرته د راژوندې کیدلو وروسته هم مالداره اوسم.