سورت الكهف، آیت 37

18:37

قَالَ لَهُۥ صَاحِبُهُۥ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَكَفَرۡتَ بِٱلَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٖ ثُمَّ مِن نُّطۡفَةٖ ثُمَّ سَوَّىٰكَ رَجُلٗا ٣٧

18-37 ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې

تفسیر

وویل دې ته خپل مومن ملګري په داسې حال کې چې جواب یې ورته ورکاوه: آیا کفر وکړ تا په هغه ذات چې پیدا کړی یې دی ستا پلار ادم -علیه السلام- د خاورې نه، بیا یې پیداکړی یې ته د منۍ نه، بیا یې ستا نه نر انسان جوړ کړی، او ستا غړي یې برابر کړي او ته یې پوره کړی یې، نو پس هغه ذات چې په دې ټولو کارونو قادر دی ستا په بیرته راژوندې کولو هم قادر دی.