وَدَخَلَ جَنَّتَهُۥ وَهُوَ ظَالِمٞ لِّنَفۡسِهِۦ قَالَ مَآ أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَٰذِهِۦٓ أَبَدٗا ٣٥
18-35 او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي
تفسیر
او ننوت دا کافر خپل باغ ته په ملتیا د مومن سره د دې لپاره چې وښایي ده ته خپل باغونه او حال دا چې دا ظلم کوونکي و په خپل ځان باندې په کفر او په تکبر سره، وویل دې کافر: زه دا ګومان نه کوم چې دا باغ دې هلاک شي کوم چې ته وینې؛ د وجې د هغو اسبابو چې ما د دې د ژغورلو لپاره نیولي.