سورت الكهف، آیت 31

18:31

أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ جَنَّٰتُ عَدۡنٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهِمُ ٱلۡأَنۡهَٰرُ يُحَلَّوۡنَ فِيهَا مِنۡ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٖ وَيَلۡبَسُونَ ثِيَابًا خُضۡرٗا مِّن سُندُسٖ وَإِسۡتَبۡرَقٖ مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِۚ نِعۡمَ ٱلثَّوَابُ وَحَسُنَتۡ مُرۡتَفَقٗا ٣١

18-31 دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى

تفسیر

دغه کسان چې صفت یې کړی شوی په ایمان او په کولو د نیکو کارونو دوی لره جنتونه د همیشه اوسیدلو دي چې دوی به پکې همیشه اوسیږي، بهیږي به لاندې د ماڼیو د دوی نه د جنت خوږې ویالې، دوی به ښایسته کیدلی شي په دې جنت کې د سرو زرو په بنګړو، او اغوندي به دوی جامې شنې د نرو وریښمو او د غټو وريښمو، تکیه به کوي په پالنګونو باندې چې ښایسته کړی شوي به وي په ښایسته پردو باندې، ښایسته ثواب دی ثواب د دوی، او ښایسته دی جنت ځای د میلمستیا او ځای د اوسېدلو چې دوی پکې اوسیږي.