۞ وَٱضۡرِبۡ لَهُم مَّثَلٗا رَّجُلَيۡنِ جَعَلۡنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيۡنِ مِنۡ أَعۡنَٰبٖ وَحَفَفۡنَٰهُمَا بِنَخۡلٖ وَجَعَلۡنَا بَيۡنَهُمَا زَرۡعٗا ٣٢
18-32 او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى
تفسیر
او ای رسوله د هغو دوو کسانو چې يو کافر بل مؤمن و بېلګه بيان کړه، کافر ته مو له انګورو دوه باغونه ورکړي وو، پر دواړو باغونو مو د خرما ونې چاپېرې کړې وې او په خالي ځايونو کې مو کښتونه را شنه کړي وو.