نَّحۡنُ نَقُصُّ عَلَيۡكَ نَبَأَهُم بِٱلۡحَقِّۚ إِنَّهُمۡ فِتۡيَةٌ ءَامَنُواْ بِرَبِّهِمۡ وَزِدۡنَٰهُمۡ هُدٗى ١٣
18-13 مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې پر خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو
تفسیر
مونږ خبر درکوو تا ته -ای پیغمبره- د دوی په حال باندې په رښتیا سره هغه چې هیڅ شک ورسره نشته، یقینا دوی ځوانان وو چې ایمان یې راوړی وو په خپل رب باندې، او د هغه په تابعدارۍ باندې یې عمل کړی و، او مونږ زیات کړ دوی لره هدایت او مضبوطوالی په حق باندې.