أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ يَبۡتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ ٱلۡوَسِيلَةَ أَيُّهُمۡ أَقۡرَبُ وَيَرۡجُونَ رَحۡمَتَهُۥ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُۥٓۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحۡذُورٗا ٥٧
17-57 دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې (په كار ده چې) وېره ترې وكړى شي
تفسیر
دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي د ملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی د الله تعالی د رحمت امید لري، او د هغه د عذاب نه ویریږي، یقینا ستا د رب عذاب -ای پیغمبره- باید د هغه نه ویره وشي.