فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ أُولَىٰهُمَا بَعَثۡنَا عَلَيۡكُمۡ عِبَادٗا لَّنَآ أُوْلِي بَأۡسٖ شَدِيدٖ فَجَاسُواْ خِلَٰلَ ٱلدِّيَارِۚ وَكَانَ وَعۡدٗا مَّفۡعُولٗا ٥
17-5 نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې ډېر سخت جنګي خلق وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده چې پوره كولى شوه
تفسیر
نو کله چې واقع شو د دوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان د طاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل د دوی د کورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه د الله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه.