وَلَا تَمۡشِ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَحًاۖ إِنَّكَ لَن تَخۡرِقَ ٱلۡأَرۡضَ وَلَن تَبۡلُغَ ٱلۡجِبَالَ طُولٗا ٣٧
17-37 او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه كله هم څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته كله هم ونه رسېږې
تفسیر
او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا د څه وجې نه تکبر او لويي کوې؟!