سورت آل عمران، آیت 78

3:78

وَإِنَّ مِنۡهُمۡ لَفَرِيقٗا يَلۡوُۥنَ أَلۡسِنَتَهُم بِٱلۡكِتَٰبِ لِتَحۡسَبُوهُ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِ وَمَا هُوَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَ وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ ٧٨

3-78 او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي

تفسیر

او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې د الله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه د دوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو د الله لخوا نازل شوي، خو هغه د الله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او د هغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني.