سورت آل عمران، آیت 77

3:77

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَشۡتَرُونَ بِعَهۡدِ ٱللَّهِ وَأَيۡمَٰنِهِمۡ ثَمَنٗا قَلِيلًا أُوْلَٰٓئِكَ لَا خَلَٰقَ لَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيۡهِمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمۡ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ٧٧

3-77 بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

تفسیر

پرته له شکه هغه کسان چې هغوی د الله کړې سپارښتنه بدلوي، کوم څه يې چې په خپل کتاب کې د پيروۍ په اړه نازل کړي او خپل رسولان يې ورسره لېږلي دي او د هغو قسمونو په اړه چې هغوی د الله پر ژمنه د وفا لپاره پورته کړي وو، هغوی د دنيا په لږ توکي سره بدلوي، په آخرت کې به هغوی لره د بدلې هيڅ برخه نه وي، نه به الله له هغوی سره د خوشحالۍ خبره کوي، نه به د قيامت په ورځ د رحمت په نظر ورته ګوري او نه به يې د ګناهونو او کفر له چټليو پاک کړي او هغوی لره به دردوونکی عذاب وي.