سورت الحديد، آیت 9

57:9

هُوَ ٱلَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦٓ ءَايَٰتِۭ بَيِّنَٰتٖ لِّيُخۡرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ بِكُمۡ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ ٩

57-9 دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

تفسیر

همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو د کفر او ناپوهۍ له تيارو د ايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي د لارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو.