إِنَّ ٱلَّذِينَ فَتَنُواْ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ ثُمَّ لَمۡ يَتُوبُواْ فَلَهُمۡ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمۡ عَذَابُ ٱلۡحَرِيقِ ١٠
85-10 بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه و ته يې د اور سزا ورکړې ده تر څو هغوی يوازې پر الله له ايمان راوړلو څخه را وګرځوي، بيا يې الله ته له خپلو ګناهونو توبه هم نه ده اېستلې، د قيامت په ورځ هغوی لره د دوزخ عذاب دی او هغوی لره د اور عذاب دی چې سوزوي به يې، دا د هغوی لپاره د هغه څه سزا ده چې مؤمنان يې په اور کې سوځول.