ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ ٩
85-9 هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى
تفسیر
هغه ذات چې يوازې هغه لره د اسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، او هغه پر هر څه خبر دی، له هغه د خپلو بندګانو له کارونو هيڅ هم پټ نه دي.