فَوَيۡلٞ لِّلَّذِينَ يَكۡتُبُونَ ٱلۡكِتَٰبَ بِأَيۡدِيهِمۡ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنۡ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشۡتَرُواْ بِهِۦ ثَمَنٗا قَلِيلٗاۖ فَوَيۡلٞ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتۡ أَيۡدِيهِمۡ وَوَيۡلٞ لَّهُم مِّمَّا يَكۡسِبُونَ ٧٩
2-79نو د هغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لىكي، بيا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قيمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو ليكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي
تفسیر
نو ډېر سخت عذاب او هلاکت د هغو کسانو انتظار کوي چې په خپلو لاسونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا د الله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې د حق او هدایت په بدله کې د دنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې د دوی لاسونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري.