وَمِنۡهُمۡ أُمِّيُّونَ لَا يَعۡلَمُونَ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّآ أَمَانِيَّ وَإِنۡ هُمۡ إِلَّا يَظُنُّونَ ٧٨
2-78او په دوى كې ځينې اَميان دي، په كتاب نه پوهېږي، مګر په تشو بې دليله ارزوګانو، او دوى يواځې تش ګمانونه كوي
تفسیر
او د یهودیانو یوه ډله ده چې په تورات نه پوهېږي، مګر دا چې له مخې یې لولي او په معنا یې نه پوهېږي، او دوی سره له دروغو پرته بل څه نشته چې له خپلو مشرانو یې تر لاسه کړي، دوی ګومان کوي چې دا هغه تورات دی کوم چې الله تعالی نازل کړی دی.